د افغانستان بانک د سرپرست رییس په مشرۍ د دې بانک د عالي شورا غونډه کې د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکټور د وضعیت، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، د صرافي فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي په تړاو خبرې شوې دي. په دې غونډه کې د یاد بانک رییس ویلي، چې د اسلامي بانکوالۍ په سکتور کې د خلکو د امانتونو کچه د تېرې ربعې په پرتله څلور سلنه زیاته شوې ده. نوموړي زیاته کړې؛ په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.