د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت دفتر وايي، له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ريل پټلۍ غځولو د نوې پروژې پلي کېدو ته ژمن دي. د دې پروژې پلي کېدو سره مرکزي او سویلي اسیا د افغانستان له لارې په نوې شبکې سره وصلېږي. اقتصادي معاونیت ویلي، چې د دې پروژې په پیلېدو سره به قزاقستان د ترکمنستان او افغانستان له دې لارې پر منځنۍ اسیا سربېره له چین، روسیې او اروپایي بازارونو سر وصل شي. په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چې په دې پروژې سره به د افغانستان د کاني موادو په لېږد کې هم پرمختګ وشي. د راپور له مخې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په لږ وخت کې سوداګریز توکي هدف ته ورسېږي. راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې د دغې پروژې د کارونو پیلېدو سره زرګونو کسانو د کار زمینې هم برابریږي.