د خوست ولایت په مرکز کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (یونپس) له لوري د ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت ۲۸ کوڅې او سړکونه جوړ شوي دي. د مالوماتو له مخې دغه سړکونه او کلیوالي کوڅې چې د ټولو اوږدوالی تر ۳۰ کیلومترو پورې رسېږي ؛ د جوړولو پر مهال یې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه. د سیمې د اوسېدونکي د یونپس دفتر او ښاروالۍ له مسوولینو د یادو او ورته نورو پروژو د پلې کولو له امله مننه وکړه او دغه راز زیاتوي، چې د مرکز په ګډون د ډېرو نورو کلیوالي سیمو کوڅې او سړکونه یا نشته او یا هم ډېر خراب دي، چې جوړولو ته اړتیا لري.