د راپورونو له مخې د بروکسل په ناسته کې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې له بېړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره شااوخوا ۸۴۲ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده. دغه ناسته له افغانستان سره د تعامل د څېړنې په هدف د اروپايي ټولنې په کوربهتوب جوړه شوې وه. په دې ناسته کې د یو شمېر هېوادونو لوړپوړو چارواکو دا هم ویلي چې د افغانستان وضعیت ته رسېدنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده. دا په داسې حال کې ده چې، اروپايي ټولنې څو ورځې وړاندې په افغانستان او له افغانستانه بهر افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱۵۰ میلیونه یورو له ځانګړي کولو هم خبر ورکړی دی.