نړیوال بانک په پنجاب صوبه کې د ماشومانو د زدهکړو د ملاتړ لپاره پاکستان ته ۱۵۰ میلیونه ډالره پور منظور کړ. نړیوال بانک وايي، پاکستان ته د دې پور ور کولو سره غواړي چې پنجاب صوبه کې له زدکړو بې برخې ماشومان لومړنیو ښوونځیو ته جذب شي. تمه ده چې د دې پور پروژې سره پنځه میلیونه ماشومانو، ۷ زره سرښوونکو، یو لک ۶۵ زره ښوونکو او تر دریو زرو ډېرو روزونکو ته مخامخ ګټه ورسېږی. په پاکستان کې نږدې ۲۶ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي چې له دې شمېرې یوازې اوه میلیونه په پنجاب کې دي. نړیوال بانک تېره اونۍ د داسو برېښنا بند د جوړولو لپاره پاکستان ته یو میلیارد ډالر پور تصویب کړ.