د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي دي. د دغه وزارت ویاند وایي، دمګړۍ د هېواد ۷ برخې د ګاونډیو هېوادونو له لارې له نوري فایبر سره وصل دي او په خبره یې، ځینې نور هېوادونه هم دغه برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی دغه راز زیاتوي چې دوی هڅه کوي دا خدمتونه پاتې ولسوالیو او ولایتونو ته هم پراخ کړي. یو شمېر هېوادوال او د اقتصادي چارو شنونکي د هېواد لرو پرتو سیمو ته د انټرنیټي خدمتونو پراخول مهم بولي او له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارته غواړي چې د انټرنیټ د بیې د راټیټولو او د کیفیت د لوړولو لپاره دې لا ډېر کار وکړي.