ټولګټو چارو وزارت له لوی اختر وروسته د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیلوي. د دغه وزارت ویاند وايي، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې تېر کال د سړې هوا له امله تړل شوې وې او سږ کال یې له درېیو کورنیو شرکتونو سره د دغې لویې لارې د بیارغولو هوکړې ته رسېدلي دي. د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو سوداګریزو او اقتصادي لارو ده چې نه یوازې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، بلکې منځنۍ اسیا ته د هېواد د سوداګریزو توکو په لېږدولو کې هم مهم رول لوبوي. د دې لويې لارې د بيارغونې چارې په ۱۴۰۲ لمريز کال کې د ټولګټو وزارت لخوا پيل شوې او د دغه وزارت د مالوماتو لمخي، روان کال کې د تونل دننه شپاړسمې ګالرۍ او د دې لویې لارې د درېيمې برخې د کانکرېټ اچولو چارې بشپړې شوې او د سړې هوا له امله د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې ودرېدې.