په سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق غړی شاه محمد محرابي وايي، دغه صندوق تر اوسه څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې. محرابي د دغه صندوق د جوړولو موخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو ساتنه او پالنه ګڼلې ده. د افغانستان اماني صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي پر ۲۴مه سویس کې د درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالرو شتمنیو د ساتلو په موخه جوړ شو. له دې سره هم مهاله، د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان ټولې شتمنۍ ازادې کړي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کې د هېواد څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل شوې دي.