د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د ۲۶م ګذر په قلعه نعمان سیمه کې د ۷ کوڅو کانکرېټ کولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولین وایي، دغه پروژه چې په ټولیزه توګه ۱۰۱۲ متره اوږدوالی او له ۳ څخه تر۴ مترو پورې سور لري، تر دې دمه یې ۷۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به یې پاتې ۳۰ سلنه چارې هم بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دې رغنیزو پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.