د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، چې په هرات کې د سلما برېښنا بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شي. یاد شرکت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما د برېښنا بند د تولید فابریکې د درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړې او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به فعالیت پیل کړي. د مالوماتو له مخې د سلما برېښنا بند دوه توربينونه دمګړۍ فعال دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به د برېښنا په توليد کې د پام وړ زياتوالى راشي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورنیو تولیدي فابریکو او د هغوی د اړوندو وسایلو ترمیم او ساتنه د برېښنا شرکت له لومړیتوبونو څخه ده.