دا جنګ د انګریز لښکر او د پښتنو ګډ لښکر ترمنځ په ۱۸۹۷ ز کال کې د جولای له ۲۷مې د اګسټ تر ۳۰مې وشو.
له نوښار نه د مالاکنډ درې او کیمپ ترمنځ ۴۷ میله فاصله ده. له نوښار سره نږدې له کابل سیند ور پورې، په ۱۵ میله کې مردان د انګریز چاوڼۍ لرله. له جلاله ګودر وروسته درګۍ په غرونو کې د مالاکنډ دره لکه یوه لویه کاسې پرته ده. په ۱۸۹۵ ز کال کې د چترال د جنګ په وخت د دې کاسې یو سر کې انګرېز خپله کلا جوړه کړې وه. د دوی پلان و چې وروسته به کلا پرېږدي، خو د پامیر په غرونو کې د روسانو حرکت د انګریز لپاره د خطر زنګ شو او دوی “مالاکنډ ایجنسي” جوړه کړه. په ۱۸۹۶ ز کال کې د هډې ملا (نجم الدین اخونزاده) په مشرۍ یو لښکر له سوات نه د چترال لاره بنده کړه، نو انګریزانو د مالاکنډ چاوڼۍ ته نور پوځ هم راوستلو.
د سیمې ځینو قامونو انګریز سره لاسونه یو کړي وو. راڼیزو به له حکومت نه ۳۰ زره روپۍ د کال (سبسډي) اخیستل. د دې په بدل کې ۲۰۰ وسله والو پښتنو به د انګریز افسرانو ساتنه کوله. په دیر کې د حکومت ۷۳ میله سړک د ساتلو لپاره، دیر خان ۶۰ زره روپۍ اخیستې. هغه خپل ۴۰۰ وسله وال کسان انګریز خدمت ته ټاکلي وو.
د چکدرې د څار برج (پیکټ) کې د لندن ډیلي ټیلیګراف یو خبریال ونسټن چرچل په دوربین دا لښکر څارلو. دا لومړی ځل و چې انګریزانو له دغې سیمې په مخابره (ریډیو) د جنګ د میدان حال یو بل ته ورکوو. پښتنو خپل لښکر په دوو برخو ووېشلو. یوه چکدره کې پاتې شوه او بله پر مالاکنډ د حملې لپاره لاړه. چرچل په خپلو یادښتونو کې وایي چې قبایلو به له خپلو ځوانانو وسله واخیسته او هغوی به يې منع کول چې پر انګرېز حمله مه کوئ. دوی ډېرې ړندې عقیدې لرلې او له انګرېز نه وېرېدل.
په جولای کې د سرتور ملا له خپلو مریدانو سره مالاکنډ ته د یو جهاد لپاره روان شو. د سوات او بونیر خلک هم له جنډو سره مالاکنډ ته ورمات وو. د جولای په ۲۶مه ماسپښین د مالاکنډ چاوڼۍ افسران د “خار” پولو لوبې میدان ته ورغلل او د نورو ورځو په شان يې له لوبې خوند اخیستو. ځایي پښتانه هم هلته وو. له لوبې وروسته کله چې افسران خپل کیمپ ته روانیدل، له نندارچیانو څو کسان ورته ورغلل او وې ویل چې پښې وباسئ، ځکه یو لښکر به ورباندې حمله وکړي.
په هغه شپه د غازیانو شمېر ۱۰۰۰ شاوخوا و. د سوات عبدالودود هم له خپلو خپلوانو سره لاړ او په جنګي صفونو کی تر ټولو شا ته ودرېد. ماښام د مالاکنډ پر جنوبي چاوڼۍ غازیانو ناڅاپه د ټوپکو ډزې پېل کړې. انګرېز سمدلاسه مردان چاوڼۍ ته په ټیلګرام کې خبر ورکړ. له کیمپ نه ۴ میله لرې په امان دره کې لفټنټ کرنل میکرای د دوو توپو او د بنګال له یو سکواډرن سره پروت و. هلته یوه ډله د میجر ټېلر په مشرۍ روانه شوه چې د مقابل ځواک او پوزیشن جاج واخلي. بیا دی په خپله هم له ۲۰ کسانو سره لاړ او ډزې يې پیل کړې. میکرای په څټ زخمي او میجر ټیلر ووژل شو. له مردان نه د ګایډ پلټن د میجربارف په مشرۍ د شپې ۲ بجې کومک ته ورسېد. چرچل لیکي چې دا بې تعلیمه قبایل په دې خبر نه وو چې په ټیلګرام کې یو خبر د برېټانوي سلطنت په لرې پرتو سیمو کې زلزله راوستی شي. دوی یوازې د مالاکنډ او چکدرې کلاګانې لیدلې وې.
د جولای په ۲۷مه سهار ۴ بجې غازیانو ډزې بندې کړې چې خپل مړي او زخمیان له میدانه وباسي. د مالاکنډ شمال چاوڼۍ ته امر وشو چې هر څه جنوبي برخې ته نقل کړي او هلته دوی کلا بند شول. تر هغې چې ۱۲ زره غازیان په مالاکنډ کی او ۸ زره په چکدرې کې راټول وو. په سیمه کې د انګرېز په دریو نورو چاوڼیو هم حملې وشوې چې له مالاکنډ سره مرسته ونه کړي. د مالاکنډ بازار یو وار د انګرېز پوځ په لاس کی شو، خو بیا ترې ووتل. په دغه ورځ د انګرېز د چاوڼۍ درې انګرېز افسران او ۲۲ هندي سپاهیان ووژل شول او ځینې نور ټپيان شول.
د جولای په ۲۸مه سهار د پښتنو تازه دمو غازیانو له راتګ سره اته بجې پر چاوڼۍ لویه حمله وشوه. څو ساعته جنګ کې ۱۲ هندي پوځیان ووژل شول. دوی د غرونو په سر ډزې جاري وساتلې او د سختې ګرمۍ له کبله یې د شپې بلې حملې لپاره تیاري وکړه. انګرېزانو په دغه ورځ بازار وسوځولو او هغه ټولې ونې يې پرېکړې، چې د دوی د حملې مخه يې نیوله او یا یې تر شا پښتانه د ډزو لپاره پټېدل. د مالاکنډ د دفاع مشري په پېښور کې کرنل بینډن بلډ ته ورکړل شوې وه. د جولای په ۲۹مه له نوښار چاوڼۍ نه د انګرېز کومک د مالاکنډ سر ته ورسېد. پر لاره له دغه فوځ نه شاوخوا ۲۰ پوځیان د ګرمۍ له امله او دوه نور د غازیانو په ډزو ووژل شول.
د جولای په ۳۰مه سهار ۲ بجې پښتنو تازه حمله پیل کړه. په دغه جنګ کې یو انګرېز افسر”کوسټېلو” او سرتورفقیر دواړه ټپیان شول. له کومکي پوځ نه هم یو کس ووژل شو او تر شپې دواړو خواو ډزې کولې. د جولای ۳۱مه سهار وروسته پاتې کومکي لښکر د “کرنل ریډ” په مشرۍ، مالاکنډ جنوب ته ورننوت. له ډوګره او سیک پوځیانو سره درې لکه کارتوس په ۲۵۰ کچرو(یابو) بار وو. هاخوا له پښتنو سره ګولۍ او بارود په ختمېدو وو، نو ورو ورو له مالاکنډ نه ووتل او پر چکدره يې زور راوړ. د چکدرې په وړه کلا کې ۲۰۰ پوځ مېشت او د مرستې لپاره يې غږ کړی و. “بلډ” په دغه ورځ نوښار ته ورسېد او له هغه ځای نه یې د ۲۴ توپو، ۶۸۰۰ ټوپکو، ۷۰۰ چړو چې پر سلګونو کچرو بار وو، روان شو.
د اګسټ په لومړۍ “بلډ” د مالاکنډ جنوب ته له رسېدو سره، مایکل جان د چکدري د خلاصون مشر وټاکلو. په دغه لښکر کې ۱۰۰۰ پلي، ۲ سکواډرن د بنګال، ۲ سکواډرن سپاره، ۵۰ سیپرذ، دوه توپچي او یو ګرځنده روغتون شامل و. که څه هم د اګسټ په لومړۍ د شپې لخوا پښتنو پر دوی حملې کولې، خو د انګرېز لښکر ارام وکړ.
په بله ورځ دغه تازه دمي پوځ د مالاکنډ شمالي کیمپ د بېرته نیولو تابیا وکړه. د سوارو یوه دسته د کیپټن بالډوین په مشرۍ د سهار په خړه کې پر سړک روانه شوه. پر لاره پرې ناڅاپه غازیانو حمله وکړه چې درې افسران ټپي او ۱۶ سپاهیان يې مړه یا ژوبل کړل. انګرېز پوځ د مالاکنډ له جنوب نه د پښتنو فشار کمولو لپاره په شمال کې خپل کیمپ جوړ کړ. د غازیانو لښکر ووېشل شو. د اګسټ په دویمه دغه جنګ کې د انګرېز ۳۳ کسان ووژل شول. هاخوا د پښتنو ځاني تاوان ۲۰۰۰ شاوخوا اټکل کېږي.
د مالاکنډ سیاسي استازي “میجرډین” په هلو ځلو تود جنګ سوړ شو. چرچل له ده نه سخته کرکه کوله او لیکي چې مونږ د یو سخت جنګ لپاره ځان تیار کړ چې “میجر ډین” پکې مداخله وکړه. داسې ښکاري چې دا ټول وحشي مشران د ده ملګري یا خپلوان وي. د جنګ په منځ کې هم ده له هغو مشرانو سره لکه له ملګرو سره داسې خبرې کولې.
هاخوا انګرېز ته پتمن پښتانه چې په سوات کې چترال ته د رسېد لاره يې ساتله، په خطر کې شول. د اګسټ په ۵مه د دوی پر کیمپ ډزې وشوې. د اګسټ تر ۱۴مې مایکل جان د پښتنو لښکر پر دوو برخو وېشلی وساتو. ټوله ورځ جنګ کېدو چې د انګرېز دوه افسران او ۱۱ نور پوځیان پکې ووژل شول. انګرېزان سخت وارخطا وو. چرچل د جنګ خبرونه لندن ته ورکول او هلته حکومت د خپل پوځ له کارنامو خبرېدو. د مالاکنډ د جنګ تر پایه د انګرېز درې لوړ رتبه افسران مړه او ۱۰ نور ژوبل شول. بلخوا بیا ۷ لوړ رتبه هندي افسران مړه او ۱۹۳ پوځیان ووژل شول. د زخمیانو شمېر له دوی ډېر و. د انګرېز لپاره جنګېدونکو عسکرو له تاوانه علاوه، د ۱۳۵ اسونو او کچرو وژل زیات مهم وو.
د انګرېز په جنګي راپورونو کې وایي چې جنګېدونکي پښتانه پلي وو، له نیمایي وو سره یې جزېل یا لویه تومانچه وه، د ګوتو په شمېر کسانو يې انګرېزي ټوپک لرل. له دوی سره هېڅ توپ او مشین نه و او ډېرو پر تورو، چړو یا تیږو جنګ کاوه. هر قام خپل بیرغ لرلو چې هغه به د دوی د راټولېدو مرکز و. د اړتیا په وخت به یې ډول، نعاره او صرنا غږول. د دوی تر ټولو خطرناک جنګي تکتیک دا و چې د سترګو په رپ کې به راټول، په کنډو کپرو او لوړو غرونو به په منډه وختل، او ناڅاپه به یې پر دښمن حمله وکړه.
هغه کال د ملکې وکټوریا د واک ۶۰ کاله په پوره کېدو وو چې د مالاکنډ فاتحانو ته يې هم بادرۍ ورکړې. هو دا جنګ په عمل کې نورو ځایونو ته خپور شو. د پښتنو یو لښکر د سرتور ملا په مشرۍ د شنکر پر کلا (شبقدر) حمله وکړه او هغه يې چور کړه. تیراه، خیبر او وزیرستان کې هم ناارامي خپره شوه. ۵۰ کاله وروسته انګرېز له سیمې ووت، خو د دوی یادګاري څلي اوس د پاکستان پوځ ورته ساتي. یو پښتون هم په مالاکنډ کې د “چرچل پیکټ” نوم نه شي بدلولی.