د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د خصوصي سکټور او نړیوالو سازمانونو په پرونۍ غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې په ځانبسیاینې ته رسېدلی دی. عزیزي په دې غونډه کې له نړۍ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د لهمنځه وړلو لپاره د ژر تېرېدونکو مرستو پر ځای بنسټيز کارونه ترسره کړي. نوموړی وایي، دغه وزارت په وروستیو کې۱۰۰۰ صنعتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او ډېر ژر به پر فابریکه لرونکو او پانګوالو ځمکې هم ووېشل شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي چارو مرستیال وايي چې، د ملګرو ملتونو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا لپاره یو لړ کارونه ترسره کړي دي.