د فراه ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د سړک جوړونې او کانونو په برخو کې ایراني پانګوال پانګونه کوي. د مالوماتو له مخې د یوشمېر ایراني شرکتونو مسوولینو د فراه له مرستیال والي او د ټولګټو چارو له رییس سره په کتنه کې د سړک جوړولو او کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. پانګوالو دغه راز ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او دوی کولای شي، چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي. بلخوا د فراه ولایت مرستیال والي یادو مسوولینو ته په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.