د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو سږ کال په دغه ولایت کې د پستې حاصلاتو د ۶۵ سلنې د زیاتوالي خبر ورکړی دی. ځايي چارواکو د حاصلاتو د زياتوالى لامل ښه هوا او عصري کرنيزو تخنيکونو کارول په ګوته کړي. په خپله کروندګر هم د پستې د باغونو له حاصلاتو خوښ دي او وايي، په دې وروستیو کې په فاریاب کې د پستې باغونو جوړولو ته ډېر پام اوښتی دی.