د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې تر ١٠٠٠ زیاتې تولیدي کارخونې فعالیت کوي. د مالوماتو له مخې دمګړی ۸۰۰ کارخونې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي دننه او تر ۲۰۰ زیاتې له صنعتي ښارګوټي څخه د باندې په بېلابېلو برخو کې تولیدات کوي. دیاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دې کارخونو کې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. ورته مهال د هرات د صنعت او کانونو خونې مسوولین بیا وایي، چې اوسمهال د صنعتي پارک د کارخونو تولیدات په هېواد دننه سربېره د منځني اسیا، امریکایي او اروپايي هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.