د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزه کې یې د ۲۵ څاګانو د کېندنې او د نرخ ټاکلو په تړاو ناسته کړې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د امو سیند نفتي حوزه کې تازه دوه نورې څاګانې کشف شوي، چې پر ۱۸ نویو څاګانو کار کېږي او پنځه پخوانۍ هغه به ترمیم شي. سرچینه زیاتوي، چې د نرخ ټاکلو دغه غونډه چې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر او د درېیو داوطلبو شرکتونو د رییسانو په حضور کې جوړه شوې، په کې د ژین ژینګ شرکت د ۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ګټونکی اعلان شوی دی. د يادونې وړ ده، چې دا مهال د امو سیند نفتي حوزه کې له ۲۴ فعالو څاګانو څخه هره ورځ په منځني ډول ۱۳۵۰ ټنه اومه تېل استخراجېږي.