د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د درېیمې او شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته – پُل سرخ نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو دتګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي. د مسوولینو په خبره دغه پُل چې د کابل ښاروالۍ د زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې په دوه لینونو کې په معیاري توګه جوړیږي، ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. ټاکل شوې چې د دې پله د جوړولو چارې به د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.