په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېر کال د دغه هېواد بشري صندوق ۸۱.۶ مېلیون ډالره مرسته تر لاسه کړې ده. اوچا ویلي، چې د دغو مرستو پر مټ یې په افغانستان کې ډېرو خلکو ته بشري مرستې رسولې دي. د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه بنسټ زیاتوي، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۵ مېلیونه خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري. تېره میاشت هم دې ادارې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب له امله دغه هېواد د ستر ناورین سره مخامخ دی.