د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافېره رافایلا یودیچه وايي، په افغانستان کې د اقتصادي خوځښت او ثبات راوستلو لپاره د ښځو کارموندنه مهم رول لري. نوموړې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بازار متنوع کول، د نوښت پیاوړي کول او د محلي اقتصاد تقویه کول د ښځو د کار و بار او اوږدمهالې سوکالۍ ته وده ورکوي او پر مرستو د دوی تکیه کول راکموي. مېرمن یودچه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو ویډیويي کلیپ بیا خپور کړی چې دې ویډیو کې یوه ښځه وايي چې توانېدلې د کوچني پور په اخیستلو سره خپل شخصي کار و بار ته وده ورکړي.