د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تر اوسه د هېواد د لیتیم د کانونو قرارداد له هېڅ شرکت سره نه دی شوی. د دغه وزارت د ویاند، همایون افغان په وینا، د لیتیم کانونه په غزني، هلمند او نورستان ولایتونو کې موقعیت لري او د چین په ګډون یو شمېر هېوادونو پر یادو کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې د لیتیمو زیات کانونه لري. لیتیم چې د برېښنا د زیرمه کولو مهم ځواک ګڼل کیږي، تر ډیره په نوې ټکنالوژۍ په ځانګړې توګه د ځیرک ټیلفونونو، برېښنايي موټرونو، کمپیوټرونو او بې پیلوټه الوتکو د بټریو په جوړولو کې کارول کیږي.