یو شمېر سوداګر په هېواد کې د سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو ستر لامل ګڼي او له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت غواړي، چې په هېواد کې د میوو او سبزیو د ساتنې په موخه معیاري سړې خونې جوړې کړي. ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم په هېواد کې په لمریز سیستم سمبالو معیاري سړوخونو په جوړولو ټینګار کوي. خو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰ زره کوچنۍ سړې خونې شته، چې کرنیز محصولات پکې ساتل کېږي او دغه وزارت هڅه کوي، په هېواد کې نورې معیاري سړې خونې هم جوړې کړي.