د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د (دینونو) تر نامه لاندې غونډه کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی. دا لومړی ځل دی چې یو پاپ عرب ټاپو وزمې ته ځي. ابوظبۍ هوايي ډګر ته د ده هرکلي ته ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان ورغلی و. پاپ د سې شنبې په ورځ د کاتولیک کلیسا کې د دعا مراسم لري او تمه ده چې تر یو لک شل زرو ډېر کسان پکې ګډون وکړي. ابوظبۍ ته په سفر کې د نړۍ د کاتولیکانو مشر د قاهرې د ازهر جومات له امام شیخ احمد الطیب سره ویني چې د سني مسلمانانو یو مهم مشر بلل کېږي. پاپ فرانسیس د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیو پیغام کې اماراتو ته خپل سفر د سیمو ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی وباله او ویې ویل دا سفر به ډېر خلک خوشال کړي.