د سرپرست حکومت اداري مرستيال د ازبکستان هېواد له يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره کتلي دي. د (ان آر) انرژۍ الفلاح شرکت رییس نادر رستموف د بشپړ امنيت د ټينګښت له کبله په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې زمينې برابرېدو ته په اشارې سره ویلي چې له همدې کبله بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته ليوالتيا پيدا کړې ده. رستموف زياته کړه، چې ازبکستاني سوداګر او پانګه وال لېوالتيا لري چې د انرژۍ، نساجي، د تېلو او کانونو استخراج او د توليدي کارخونو او زېربناوو جوړولو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې يې له سرپرست حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. په ورته وخت کې اداري مرستيال ویليچې سرپرست حکومت د پانګه والو او بهرنيو شرکتونو د ټولو سوداګريزو فعاليتونو هرکلی کوي او هغوی ته د هر ډول لازمو اسانتياوو برابرولو ته ژمن دی.