پاکستان له نړیوال بانک ۴۰۰ میلیونه پور اخیستو ته اړ شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی او ددغه وضعیت د مدیریت لپاره د پیسو تر نړیوال صندوق وروسته اوس غواړي له نړیوال بانک پور واخلي. د پاکستان د خزانې وزارت وايي تر دې دمه یې له نړیوال بانک په رسمي توګه د پور غوښتنه نه ده کړې، خو پر همدې موضوع بحثونه روان دي. نړیوال بانک بیا وار د مخه ویلي پاکستان ته په دې شرط پور ورکوي چې خپل مالیاتي سیستم اصلاح او فساد پکې ورک کړي. د پیسو نړیوال صندوق هم وایي تر هغه چې په پاکستان کې مالیاتي نظام اصلاح نه شي دغه هېواد ته پور نه ورکوي.