د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولین وايي، چې د دې ولایت د علامه صلاح الدين سلجوقي په صالون کې د هنرمندانو د ملاتړ په موخه د هرات شپې په نوم نندارتون جوړ شوى دى. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي د دغه نندارتون د پرانېستې پر مهال هنرمندانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او له ښاريانو یې غوښتي، چې د دغو هنرمندانو له آثارو څخه د خپلو کورونو د سينګار لپاره استفاده وکړي. په ورته وخت کې د دغه نندارتون د تنظیم مسوول عبدالکریم ارباب زاده ویلي، په دغه نندارتون کې شاوخوا ۲۳۰ بېلابېل اثار نندارې ته اېښودل شوي، چې ډېری یې د ښځو دي. په ورته مهال د هرات ولایت هنرمندان وايي، چې د سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته په دغه ولایت کې هنر وده کړې او دوی توانېدلي چې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې برخه واخلي.