د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ ویلي، چې افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره باید بازارونو ته لاسرسی پراخ شي. توماس وېسټ چې د افغانستان په اړه د دوحې تر درېیمې غونډې وروسته د مدني ټولنې له استازو سره کتلي وایي، دې پایلې ته رسېدلی چې کاري ځواک سره د یوځای کېدو لپاره باید د نجونو پر وړاندې په ټوله کچه د زده کړو دروازې پرانیستل شي.