د غزني ښاروالۍ له لوري د نږدې اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ښار د داخلي سړکونو د بیا رغونې چارې پیل شوې دي. د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښار د ښکلا او بیارغونې لپاره ټول پاخه سړکونه چې ترمیم ته اړتیا لر بیارغوي. د غزني ښاروال وايي، د سړکونو د داغ ګیرۍ په پروژه نږدې اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي. ورته مهال د غزني یو شمېر اوسېدونکي د ښار ښکلا او بیارغونې په برخه کې له ښاروالۍ څخه د نورو ورته پروژو غوښتنه کوي.