د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ابراهیم ارمان لواڼي د وژنې په غبرګون کې د بلوچستان په مرکز کوټه کې کاربندیز اعلان شوی دی. ارمان لواڼی دوه ورځې وړاندې لورلايي کې د پاکستاني پولیسو لخوا ووژل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې پولیسو ارمان سر ته وهلی، خو پولیس دا تور ردوي. نن پر پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نورو سیاسي ګوندونو هم کاربندیز کړی دی. د کاربندیز له امله د کوټې ښار او د بلوچستان نورو پښتنو سیمو کې هم دوکانونه تړل شوی دي.