د فليپين ولسمشر فيرديناند مارکووس د نومبر په اتمې نېټې ((د سمندري سيمو قانوني مصوده)) او ((د ټاپوګانو د سمندري لارو قانوني مصوده)) لاسليک کړې او په ډېرې سپين سترګې يې د چين د هوانګ يان ټاپو او د نان شا ټاپوګانو زياتره ټاپوګان او پرښې او شاوخوا سيمې د خپل هېواد په سمندري قلمرو کې شاملې کړې دي.
فليپين د جنوبي سمندرګي په تړاو خپلسری قضاوت کړی او دغه کړنه يې د ملي امنیت د نوې ستراتيژۍ او ډيپلوماتيکو تګلارو په حال کې د سياسي دسيسې ښکارندويي کوي.
ولې فليپين د يادو مصودو لاسلیک ته پام شوی؟
د چین د جنوبي سمندرګي د څېړنيز انسټيټيوټ د نړيوالو سمندري ځواکونو د څېړنيز مرکز مشر چن شيانګ مياو رسنيو ته ويلي، چې فليپین د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو د پای ته رسېدو په دوهمه ورځ يادې مصودې لاسليک کړي او دا يې د دغه هېواد یوه تصادفي کړنه نه، بلکې يو محتاط ترتيب بللی دی.
نوموړي ويلي، فيليپين درې موخې لري، لومړۍ موخه یې دا ده، چې دغه هېواد غواړي د نړيوال وضعيت د ترينګلتيا او د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو د پای ته رسېدو په حال کې د دغو مصودو په لاسلیک د سيمې او نړۍ د عامو افکارو فشارونه کم کړي، دوهمه موخه يې دا ده، چې دغه هېواد غواړي، د جنوبي سمندرګي په تړاو خپلو کړنو ته قانوني رنګ ورکړي، څو وکولی شي، د امريکا د نوي حکومت ملاتړ ترلاسه کړي او درېیمه موخه یې دا ده، چې د دغو مصودو د لاسليک له لارې د امريکا دريځ او رويه معلومه کړي.
نوموړی باور ښيي، چې د فليپین دغه سياسي دسيسه به خامخا ناکاميږي او لامل یې دا ښودلی، چې دغه تش په نوم مصودو په جنوبي سمندرګي کې د چين پر ملي حاکميت او سمندري حقونو تېری کړی او د اړوندو خواوو ((د جنوبي سمندرګي د عمل اعلاميه )) د مشورو او ډيالوګ د د توپيرونو د لرې کولو له مهمو اصولو څخه یې سرغړونه کړې او هم يې د اوسنيو نړيوالو قوانينو او اصولو سيسټم زيانمن کړی دی. نو ځکه دغه مصودې غيرقانوني بلل کېږي او هيڅ اغېزه به ونه لري.
۱- فليپين غواړي د سمندري سيمو د قانوني مصودې د تصويبولو له لارې د جنوبي سمندرګي د قضيې خپلسری قضاوت په کورني قانوني کې شامل کړي، خو دغه کړنه یې یوه سیاسي ډرامه ده او طبيعت نه شي بدلولی او هم ((د ملګرو ملتونو د سمندري قانون پروتوکول)) سره په ټکر کې دی او څرګنده سرغړونه یې ترې کړې ده.
چين مخکې له مخکې پرې دريځ ښکاره کړی، چې دغه قضيه او قضاوت ورته د منلو وړ نه دي او نه هم د فليپين اړوندې ادعاوې او عملونه مني او نه به هم په جنوبي سمندرګي کې د چين ملي حاکميت او سمندري حقونه د فليپين د يادې کړنې له امله متاثره شي.
۲- فليپين په يادو مسودو کې ادعا کړې، چې د جنوبي سمندرګي د دوو سوو سمندري ميلو په اندازې ځانګړي اقتصادي سیمې کې ټول تأسيسات او ټاپوګان په دغه هېواد پسې تړاو لري.
فلیپین د پورتني پروتوکول له ټاکل شوي چوکاټ څخه پښه اړولې او موخه يې د خپلو غير قانوني حقونو پراخوالی دی.
۳- فليپين د چين د هوانګ يان ټاپو او د نان شا زياتره ټاپوګان او پرښې او شاوخوا سيمې په خپل چوکاټ کې شاملې کړي او د نړيوالو قوانينو له بنسټيزو اصولو څخه یې څرګندې سرغړونې کړې دي او په ورته وخت کې یې د ټاپوګانو د سمندري لارو د قانوني مسودې زياتره مادې د نړيوالو قوانينو له مقرارتو او د نړيوال سمندري سازمان له پرېکړه ليک سره سمون نه لري.
د فليپين يادې مسودې د قانون له بنسټيزو اصولو سره په ټکر کې دي او په سياسي لارو چارو د دغې سيمې د کنټرول او د طبيعت او د سمندري حقونو د غير قانوني پراخوالي د ناوړه نيت څرګندويي کوي.
فليپين د ياد پروتوکول بنسټګر دی، خو اوس همدغه پروتوکول د سمندري حقونو او د خاورو د پراخوالي وسيله بولي، د نورو هېوادونو پر حقونو تېری کوي او هم د جنوبي سمندرګي وضعيت او د سيمه يیزو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته زيانونه رسوي.