د چین د وارداتو په اووم نړیوال نندارتون کې د ۸۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت کلني سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي، چې د تېرې دورې په نسبت ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د وارداتو د نړیوال نندارتون ادارې مرستیال وو جنګ پينګ د یاد نندارتون د پای مراسمو يوې خبري ناستې ته ويلي، چې په سږني نندارتون کې د نړۍ د ۷۷ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو تصدیو او ارګانونو برخه اخیستې وه او په خپلو ټاکلو نندارځايونو کې يې خپل کلتوري توکي، قومي ځانګړتیاوې او عصري ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړې وې.
نوموړي ويلي، د دغه نندارتون په درشل کې د نندارچیانو د پاملرنې د راجلبولو او د دوی د خوښۍ په پار د نندارې څه باندې ۲۰۰ په زړه پورې فعالیتونه ترسره شوي دي.