هندي رسنۍ، سنډی ګارډین راپور ورکړی چې هند د افغانستان د سرپرست حکومت پر هغې غوښتنې غور کوي چې، لمخې یې د دغه هېواد په ممبی کې افغان ډيپلوماټ ومني. د راپور پر بنسټ، اکرام الدین کامل د دغه موقف لپاره وړاندیز شوی دی. سنډي ګارډين زیاته کړې چې هند دغه کار د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړیکو د ښه والي پر لور د یوه نوي ګام اخیستو په موخه کوي.