د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په لوګزامبورګ کې په يوه غونډه کې پر روسيې د بنديزونو لګولو تر ټولو لوی ليست تصويب کړی چې پکې د پوځي صنعتی په تړاو نږدې ۱۶۰۰ شخصيتونه او شرکتونه شامل دي.
د اروپايي ټولنې شورا په همدې ورځ په خپله اعلاميه کې ويلي چې هغوی به د روسيې د پوځي صنعت پر ۸۲۶ تصديو او د دغو تصديو پر ۷۴۳ اجرائیوي رئیسانو بنديزونه ولګوي.
اعلاميه کې ویل شوي چې دغه تصدۍ د توغنديو، بې پيلوټه الوتکو او الوتکو په شمول د وسلو سيستم ته کليدي پرزې برابروي.
د دې ټولنې سرمشريزه به د روانې میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په بروکسيل کې تر سره شي او ګډونوال به د اوکراين څخه د دوامدار ملاتړ په باب بحثونه وکړي.































