د چين د سوداګرۍ وزارت او د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶م کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د نورو هېوادونو او سيمو په بېلا بېلو سکټورونو کې د چين مستقيمې پانګونې ۷۷۸ ميلياردو او ۴۷۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۰.۶ سلنه کمښت ښيي. له دې جملې څخه د چين کورنيو پانګوالو په ۱۴۸ هېوادونو او سيمو کې په ۸۴۲۴ بهرنيو شرکتونو کې غير مالي مستقيمې پانګونې تر سره کړې چې ټول ارزښت يې ۵۹۵ ميلياردو او ۶۰ ميليونو يوانو و او ۱۴.۴ سلنه کمښت ښيي.































