د ديجيټلي سوداګرۍ پنځم نړيوال نندارتون په چين کې روان دی او په دغه نندارتون کې د ۲۰۲۶م کال د نړيوالې ډيجيټلي سوداګرۍ د پرمختګ راپور خپور شو. په دغه راپور کې راغلي چې که څه هم په نړۍ کې د اقتصاد او جيوپوليټيک وضعيت پر وړاندې دوامداره ناڅرګندتيا شته، خو د نړيوالې اقتصادي سوداګرۍ لا پرمختګ موندلی دی.
د ياد راپور شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې د نړيوالې ډيجيټلي سوداګرۍ د صادراتي ارزښت ۷.۷۵ ټريليون ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۱ سلنې زياتوالی ښيي. دغه رقم د توکو او خدماتو د نړيوالو صادراتو ۲۲.۲ سلنه برخه نيسي چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲.۶ سلنه زياتوالی ښيي. دغه شمېر د نړيوالې سوداګرۍ د عمومي اندازې تر زياتوالي لوړ دی او د ګڼو بهرنيو فشارونو پر وړاندې یې پياوړتيا او مقاومت ښودلی دی.































