په تېره اونۍ کې د اروپا د انرژۍ په بازار کې یو لړ بدې پېښې رامنځته شوې، مثلاً د تېلو بیه یې د امریکا د منځنۍ سویې له دوو برابرو لوړه شوې، اروپايي ټولنه په دننه کې هره ورځ د ډیزل د بیې د لوړېدو له امله له ۲۰۰ میلیونو یورو لګوي، د اروپايي ټولنې د انرژۍ کمیسیون خبرداری ورکړ چې د انرژۍ بیې ناورین په لار کې دی. د جیوپولیټیکي نښتو د دوام او د ژمي موسم په رارسېدو سره، د اروپا د انرژۍ د عرضې حالات ورځ تر بلې سختېږي.
شنونکو په اشارې ویلي، په اروپا کې د انرژۍ جوړښت د بدلون په اثر د عرضې ستونزه نه ده حل شوې، بلکې جیوپولیتیکي نښتو د انرژۍ پر اکمالاتي ځنځیر دوامدارې منفي اغېزې کړې، نو د اروپا د انرژۍ امنیت اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی. که څه هم د اروپايي ټولنې ګڼو هېوادونو د پترولو او ډیزل مالیاتو د کمولو، اړوندو تصديو ته د مالي مرستې ورکولو او د تېلو ستراتيژیکې زېرمې د کارولو په شمول بېړني اقدامات پلي کړي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا ایا په ژمي کې اړوندې اړتیاوې پوره کولی شي که نه؟ ایا د اروپا د انرژۍ امنیتي ستونزه حل کېږي که نه؟
د انرژۍ لوړې بیې پر تصدیو او خلکو منفي اغېزه لري
د اروپا د ګڼو هېوادونو پر وړاندې د تېلو کمښت، د بیې لوړتیا او د طبیعي ګازو د عرضې کمښت په شمول څو ستونزې موجودې دي، په ورته وخت کې د انرژۍ بیې د لوړتیا له امله رامنځته شوی انفلاسیون د اروپايي اقتصاد پر مخ تر ټولو سخته ستونزه بلل کېږي.
د انرژۍ لوړه بيه لومړی د خلکو د ژوند لومړنیو چارو کې ښکاري. د اروپايي ټولنې د شمېرنې ریاست شمېرې ښيي، په تېر اګست کې د اروپايي ټولنې د انفلاسیون کلنی انډول ۳ اعشاریه ۲ سلنه ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، د دې ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه د ۲۰ هېوادونو د انفلاسیون انډول د تېرې جولای په نسبت لوړ شوی دی.
د اروپايي تصدیو پر وړاندې لا پېچلي فشارونه موجود دي. یوه خوا، د انرژۍ لګښت له امله رامنځته شوي فشارونه د تصدیو پر غاړه دي. بله خوا، د تصدیو پرمختګ او سیالي هم له سترو ننګونو سره مخ ده. د جرمني د صنعت او سوداګرۍ د عمومي ټولنې رئیس پیډر اډریان ویلي، د انرژۍ لګښت د لوړتیا له امله تصدیو ته د سیالۍ توان د کمزورتيا، د پانګونې ځنډېدو او د تولیدي توان د مجبورانه انتقالېدو په شمول ستونزې اړول شوې دي.
د اروپا د انرژۍ امنیت له څو ګواښونو سره مخ دی
د اروپا د انرژۍ بیې د روانې لوړتیا لامل د څو عواملو نتیجه ده.
لومړی لامل له روسیې څخه د اروپا د انرژۍ د وارداتو کمښت دی. په تېرو څو کلونو کې د اروپا د طبیعي ګازو بازار کې د پایپلین ګازو اندازه ډېره کمه شوې او د مایع ګازو انډول برخه ډېره زیاته شوې ده. د اروپايي کمیسیون شمېرې ښيي، له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د اروپايي ټولنې د طبیعي ګازو په وارداتو کې د پایپلین ګازو انډول له ۸۰ سلنې څخه ۵۵ سلنې ته ټیټ شوی او د مایع ګازو انډول له ۲۰ سلنې څخه ۴۵ سلنې ته لوړ شوی دی. په دې سره د اروپا د طبیعي ګازو بیه له نړیوال بازار سره نږدې تړاو لري، په نړۍ کې د انرژۍ په تولیدي سیمه کې د تولیدي توان نا ثابت، د انرژۍ د نړیوال حمل و نقل لارې کې د خنډونو رامنځته کېډو په شمول هر ډول کوچني عوامل د اروپا پربازار اغېزه لرلی شي.
دوهم لامل دا دی چې د منځني ختیځ جیوپولیتیکې نښتې د نړۍ د انرژۍ اکمالاتي ځنځير زیانمن کړی دی. له سپتمبر راهیسې په منځني ختیځ کې جګړه بیا د سختېدو په حال کې ده، نو د ګردې نړۍ د اومو نفتو پر صادراتي سیسټم یې منفي اغېزه کړې، د تېلو بیه بیا ګړندۍ لوړه شوې او په اروپا کې د ژمي موسم لپاره د انرژۍ بازار ته د بیې ناورین پېښ کړی دی.
د اروپا د انرژۍ جوړښتي کمزورتیا په لنډمهال کې حل نه کېږي
د اروپا مختلفو هېوادونو د انرژۍ عرضې له ننګونې سره د مقابلې لپاره د مالیاتو د کمولو او له اړوندو چارو سره د مرستې په شمول یو لړ بېړني اقدامات پلي کړي. دا چې ایا دغه اقدامات به اغېزمن شي، يوازې د ژمي تر رسېدو وروسته به پايله رامنځته کېدای شي.































