د اوو هېوادونو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د نومبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د فرانسې په پاريس کې د يوې اعلاميې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.
په اعلاميه کې د کيوبا پر وړاندې اقتصادي ستونزو ته هم اشاره شوې ده.
د کيوبا د بهرنيو چارو وزير برونو رودريګوز د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه ويلي، چې په ياده اعلاميه کې د امريکا د حکومت لخوا پر کيوبا د لګېدلو بنديزونو اغېزې نه دي يادې شوې او په خبره یې، امريکا د دغو بنديزونو له لارې د کيوبا د خلکو بشري حقونه زیانمن کړي دي.
نوموړي زياته کړې، نړيوالې ټولنې په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې پر کيوبا د امريکا بنديزونه بیا غندلي دي، خو د اوو هېوادونو ګروپ د امريکا د غير قانوني بنديز پاليسي دفاع کړې او دروغ يې پکې ويلي دي.































