د بریټانیا لومړي وزیر انډي برنهام ویلي، چې هېواد یې د دفاعي عملیاتو په برخه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د ریاض غوښتنه منلې ده. نوموړي ویلي، بریټانیا به د سعودي عربستان د جنګي الوتکو د عملیاتو د ملاتړ لپاره په هوا کې د سونتوکو رسولو خدمتونه برابر کړي. د برنهام په وینا، دغه پرېکړه د بریټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له سلا وروسته شوې ده.






























