د چین د پرمختللو تولیدي چارو کنفرانس په دې وروستیو کې په بېجینګ کې ترسره شو. په کنفرانس کې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ مهمې لارښوونې وړاندې شوې. شي جین پينګ دې ته اشاره کړې چې چين به د مصنوعي ځیرکتیا، زرغونې پرمختیا او ادغام پر لوري ټینګ وکړي او په دوامداره توګه به پرمختللي تولیدي چارې پیاوړي کړي ترڅو د چیني شکله عصريتوب لپاره قوي ملاتړ برابر کړي. د څېړونکو په اند، د زرغون پرمختګ په اړه د رئیس شي جين پينګ لارښوونه نه یوازې تولیدي چارو ته، بلکې د زرغونې سوداګرۍ ته نوی حیاتی ځواک ورکوي.
« د ۲۰۲۶ کال لپاره د چین د زرغونې سوداګرۍ د پرمختګ راپور » په دې وروستیو ورځو کې خپور شو. دغه راپور ښیي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې، د چین د زرغونې سوداګرۍ وارداتي او صادراتي ارزښت ۸۰۲ ملیارډو ۲۵۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلی چې د نړۍ د زرغونې سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې ۱۴ اعشاریه ۶۸ سلنه جوړوي چې په نړۍ کې لومړی مقام لري.
د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې، د چین د برقي موټرو، لیتیم بیټریو او لمریزو فوتوولټیکو محصولاتو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې ۴۰ سلنه زیات شوی او د انرژۍ سپمولو او چاپیریال ساتنې د تجهیزاتو فرمایشات په دوامداره توګه زیات شوي دي.
نړیواله سوداګري اوس د زرغونتوب او ټیټ کاربن بدلون مهم دور ته ننوځي. زرغونه سوداګري په دوامدار پرمختګ رهبري کېږي چې نه یوازې په مؤثره توګه د چاپیریال اغیز کموي، بلکې د صنعتي پرمختګ لپاره فضا هم پراخوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د برقي موټرو، لمریزې انرژۍ او بادي انرژۍ په شمول د زرغونو عصري ټېکنالوژیو بازاري ارزښت ۲۱۰۰ ملیارډو ډالرو ته ورسېږي.
په نړۍ کې د زرغونې سوداګرۍ د ترټولو لوی اقتصاد په توګه، د چین د زرغونې سوداګرۍ پرمختګ د خپل لوړ کیفیت پرمختګ لپاره ګټور دی او همدارنګه له پرمختیايي هېوادونو سره د زرغون بدلون په ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې له نړیوال اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره خدمتونه کوي.
د صادراتو له نظره، چین نړۍ ته د لوړ کیفیت لرونکو او مؤثرو زرغونو محصولاتو عرضه برابروي. په ۲۰۲۵ کال کې، د چین د زرغونو محصولاتو صادراتي ارزښت ۴۴۲ ملیارډو او ۶۲۷ میلیونو ډالرو ته رسېدلی چې د نړیوال زرغونو محصولاتو صادراتو ۱۶ اعشاریه ۵۳ سلنه نیسي. د چین زرغونو محصولاتو په اغیزمنه توګه په ډېرو هېوادونو کې د خلکو ژوند ښه کړی دی.
چین نه یوازې په نړۍ کې د زرغونو محصولاتو مهم عرضه کوونکی دی، بلکې په نړۍ کې د زرغونو محصولاتو د اخیستلو لپاره مهم بازار هم دی. په ۲۰۲۵ کال کې د چین له خوا د زرغونو محصولاتو وارداتي ارزښت ۳۵۹ ملیارډو ۶۲۴ میلیونو ډالرو ته رسېدلی چې په نړۍ کې د زرغونو محصولاتو په عمومي وارداتو کې ۱۲ اعشاریه ۹۱ سلنه جوړوي او په نړۍ کې هم لومړی مقام لري.































