د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۱ مه نېټه له خپل جرمني سيال وادفول سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
وانګ يي وويل، چين او جرمني د نړۍ مهم اقتصادونه او هراړخیز ستراتېژيک همکاران دي، د يواړخيزم او د نړيوال کېدو ضد څپه د پورته کېدو پر وړاندې دواړه خواوې باید ستراتیژیکې رابطې پیاوړې کړي، متقابل باور دې زیات کړي، عملي همکارۍ دې ژورې کړي، د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ساتلو لپاره دې په ګډه مثبت پيغام خپور کړي او د چین او جرمني د اړیکو پر پرمختګ د نړيوالې ټولنې باور دې تقويه کړي او د چین او اروپا د اړیکو د پرمختګ لپاره دې رغنده رول ولوبوي.
وانګ يي دې ته اشاره وکړه، چې د يوه چين پېژندنې اصل د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ دی، چين هیله لري، چې جرمني د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور او دوديزې دوستۍ ته ارزښت ورکړي او پياوړې يې کړي، د يوه چين پېژندنې اصل مراعات کړي، په رښتينو اقداماتو سره دې د دواړو هېوادونو اړيکې او د تايوان تنګي سوله او ثبات وساتي او د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ دې رابطې ته اړين شرايط برابر کړي.































