د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د حکومت له خوا د مخالفینو د لاریون د مخنیوي او د اسلاماباد د سړکونو د کانټینرونو په وسیله د تړلو په غبرګون کې ویلي، اسلاماباد په «کانټینراباد» بدل شوی دی. خلیلزاد ویلي: «ولې پاکستانیان د ښه وضعیت وړ دي؟» نوموړي زیاته کړې، د پاکستان په پلازمېنه کې د سړکونو تړل د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته مالي زیانونه هم اړوي.































