د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د ایټالیا په پلازمېنې روم کې د يوې غونډې په ترڅ کې ويلي، چې مېرمن ین یو جن يې د سلو غوره ښځینه اتلانو په لېست کې شامله کړې ده.
مېرمن ین یو جن په چین کې د صحرايي سیمې د ادارې په برخه کې اوږدمهال کارونه ترسره کړي او د دغه هېواد کاري نمونوي جایزه یې هم ترلاسه کړې ده.
ياد سازمان ويلي، د چین دوه نورې ښځې یو جین شیو او دونګ مین فانګ یې هم په دغه لېست کې شاملې کړې دي.
د جایزې دغه لېست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان لخوا برابر شوی دی او موخه یې دا ده، چې په نړۍ کې د کرنیزو چارو او غلودانو سیسټم او کلیوالو سیمو پرمختګ په برخو کې د سترو چارو ترسره کوونکو سلو مېرمنو ته، د دوی د ښو چارو د ترسره کولو په وياړ افتخاري جایزې ورکړي.































