د اسيا پراختیايي بانک د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د ۲۰۲۶م کال لپاره د اسيايي پرمختګ لرليد ( د سپتمبر بڼه) خپور کړی دی.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې که څه هم اوسمهال د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي ودې سرعت د تېر کال په پرتله لږ ورو شوی، خو دغې سيمې د سخت وضعيت پر وړاندې د مقابل پياوړی توان او انعطاف منونکی قوت ښودلی دی.
په راپور کې ليکل شوي، چې د قوي کورنيو اړتياوو، د حکومتي ادارو د تحريکي تدبيرونو او د ساينسي او ټېکنالوژيکو سکټورونو د دوامدارې پراختيا تر ملاتړ لاندې اقتصادي فعاليتونه ساتل شوي او اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۶م کال کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختيايي اقتصادونو د اقتصادي ودې انډول ۵ سلنه وي. که څه ياد رقم د ۲۰۲۵م کال د اقتصادي ودې د انډول (٪۵.۵) په پرتله ټيټ ښيي، خو په تېر جولای کې د وړاندې شوي اټکلي انډول په پرتله لږ څه لوړ دی.
په دې راپور کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختيايي اقتصادونو د اقتصادي ودې اټکلي انډول په ۵ اعشاريه يو سلنه پاتې دی.































