د امريکا پولیسو د نومبر په ۵مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د ایوا ايالت په ډیس موینز کې په پوستخونه کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې درې کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، دغه پېښه د پوستخونې په دوهم پوړ کې شوې او په تړاو يې یو شکمن کس نیول شوی دی
ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو وضعيت د ډاد وړ ښودل شوی دی.
پوليسو ويلي، تراوسه نه ده مالومه، چې دغه پېښه چا او د څه لپاره کړې او د قضیې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.































