د فلسطین د اشغال شويو خاورو او اسرائيل په اړه د ملګرو ملتونو خپلواک پلټنيز کمېسيون د اکتوبر په ۲۶مې نېټې په يو راپور کې ويلي، چې اسرائيل د فلسطين په اشغال شويو خاورو کې جنګي او د بشريت ضد جرمونه ترسره کوي او په غزې تړانګې کې دوامداره نسل وژنه کوي.
ياد کمېسيون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل راپور کې د اردن سيند د لوېديځې غاړې وضعيت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې تر ټولو سخت ياد کړی دی.
راپور وايي، د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې ميشت فلسطينيان د تابعيت، نژاد، ملت، جنس او عمر له امله د بريد هدف ګرځېدلي دي.
راپور زیاتوي، سره له دې چې د غزې تړانګې د اوربند تړون خپور شوی، خو د اسرائيل حکومت او ځواکونه یې لا هم په غزې تړانګې کې نسل وژنه کوي او موخه يې دا ده، چې ” پوره يا لږ و ډېر فلسطينان له منځه يوسي”.































