د مهارتونو ۴۸مه نړيواله سيالي د سپتمبر د ۲۲مې نېټې په شپه د چين په شانګهای ښار کې په درنو مراسمو سره پرانيستل شوې ده.
په پرانيستونکو مراسمو کې دغې سيالۍ ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام لوستل شوی. د چين صدراعظم لي چيانګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او د سيالۍ پيل اعلان کړی دی.
” مهارتونه؛ د نړۍ بدلون او د راتلونکي پرمختګ روښانول” د دغې سيالۍ عنوان دی. ټاکل شوې، چې د ټرانسپورټ او لوجيسټیک، جوړښت او ساختماني ټېکنالوژۍ، توليدي او انجينري ټېکنالوژۍ، معلوماتي او مخابراتي ټېکنالوژۍ، نوښتګر هنر او فېشن، ټولنيز او شخصي خدمت په شمول د ۶ برخو ۶۴ مسابقې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې سیالۍ کې د ۶۸ هېوادونو او سيمو ۱۳۸۵ لوبغاړي برخه لري.































