د موزامبيک ولسمشر ډانيل فرانسيسکو چاپو د اکتوبر په ۳مه نېټه وويل، کرنيزې چارې د موزامبيک لپاره ډېرې مهمې دي او هيله لري، چې د موزامبيک او چين ترمنځ زراعتي همکارۍ لا پياوړې شي او د موزامبيک د غلودانو توليدي قوت لوړ شي.
چاپو په همدې ورځ د دغه هېواد د ګازا ولايت وان باو – موزامبيک فارم ته لاړ او هلته يې د غنمو د لو کولو په مراسمو کې يادې څرګندونې کړې وې. نوموړي په دغه فارم کې د شولو، غنمو او جوارو په شمول د غلو دانو او تخمونو حالت وکاته او د دې پروژې او ځايي بزګرانو ترمنځ د همکارۍ په اړه يې معلومات تر لاسه کړل. هغه وويل، هيله لري چې د کرنيزې همکارۍ دغه موډل د موزامبيک نورو زياتو سيمو ته پراخ شي.
د وان باو – موزامبيک فارم د چين او افريقا د پرمختيايي صندوق د پانګونې يوه پورژه ده. دغه فارم په ۲۰۱۲م کال کې د موزامبيک په ګازا ولايت کې جوړ شوی او پکې د شولو، غنمو او جوارو په شمول غلې دانې کرل شوي.
د دغه فارم منيجر شاو جيا يون خبري رسنيو ته ويلي، چې فارم يې هر کال له نژدې ۳۵۰ يا ۴۰۰ ځايي بزګرانو سره همکارۍ کوي او د محصولات د زياتوالي لپاره د تخمونو د ښو ډولونو، کرنيزو تخنيکونو، زراعتي ماشينونو او توليدي لارښوونو د برابرولو له لارې له بزګرانو سره مرسته کوي.































