د چین د پینګ پینګ او فو شوانګ په نوم ۲ پانډاګانې د سپتمپر په ۲۷مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې د امریکا د اتلانټا نړیوال هوایي ډګر ته رسېدلې. د چین او امریکا ترمنځ د ترتیباتو له مخې، ۲ پانډاګانې به د اتلانټا ژوبڼ کې خپله لس کلنه استوګنه پیل کړي.
پانډا پینګ پینګ نارینه دی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۷مه نېټه زیږیدلی او فو شوانګ ښځینه ده، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه زیږیدلې.
د اتلانټا ژوبڼ مرستیالې جینا فیلي وویل چې ژوبڼ د پانډاګانو تود هرکلی کوي او د دوی استوګنځای یې نوی او اصلاح کړی دی او په بېلا بېلو برخو کې یې لازم چمتووالی نیولی دی. دې زیاته کړې چې سیلانیانو ته به په رسمي ډول له پنډګانو د لیدنې اجازه ورکړل شي چې پنډاګان له یوې میاشتې څخه زیاته موده له ځای سره له عادتېدو پړاو تېر کړي.































