پنځم نړیوال ډیجیټلي سوداګریز نندارتون د سپتمبر په ۲۷مه نېټه د چین د جه جیانګ ولایت په هانګ جو ښار کې پای ته ورسېد. د نندارتون د پایلو د خپریدو په کنفرانس کې اعلان وشو چې ۲۰۰۸ شرکتونو په حضوري ډول په روان نندارتون کې ګډون وکړ او ټولټال ۴۲۸ زره لیدونکي یې راجلب کړل. له ۵۰ زرو څخه زیاتو مسلکي پیرودونکو په نندارتون کې ګډون وکړ چې د تېر دور په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دې نندارتون اصلي موضوع “په ډیجیټلي سوداګریز نندارتون کې له راتلونکې مصنوعي ځیرکتیا سره لیدنه” ده. په نندارتون کې پر مصنوعي ځیرکتیا ځانګړی تمرکز شوی و. د ډیجیټلي روغتیايي خدمتونه، ډیجیټلي کولتور او تفریح او ډیجیټلي سفر په څېر ساحو کې ۲۲۶ محصولات د لومړني ځل لپاره نندارې ته وړاندې شول. د مصنوعي ځیرکتیا ۹۹۶ شرکتونو په نندارتون کې برخه اخیستې وه چې د تېر نندارتون په پرتله نږدې ۳ چنده زیاته وه.































