د چين د وارداتو او صادراتو ۱۴۰م نندارتون دوهم پړاو د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په ګوانګ جو کې پرانیستل شوی دی. د دې پړاو موضوع «د لوړ کیفیت کورني وسایل او توکي» ده. ګڼو ګډون کوونکو شرکتونو په نندارتون کې د زرغونتوب او کم کاربن ايستنې محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د تازه شمېرو له مخې، د یاد نندارتون په دویم پړاو کې نږدې ۶۴۰ زره د زرغونې انرژي او کمکاربن خپروونکي محصولات نندارې ته وړاندې شوي، چې د ټولو محصولاتو ۲۶.۹ سلنه جوړوي. د نندارتون دا پړاو به د اکتوبر تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړي.































