د ۲۰۲۶ کال د نړیوالې حکومتولۍ فورم (شيونګ ان) د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د چين د هه بې ولایت په شيونګ ان کې پرانیستل شوی او د روانې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي. د فورم موضوع “د باور بیا رغونه او همکارۍ: د یوې پېړۍ بدلون او د نړیوالې حکومتولۍ اصلاحات او ښه کول” یاد شوي دي. له ۹۰ څخه ډېرو هېوادونو د سیاسي، ستراتیژیک، اکاډمیک، سوداګریزو ټولنو شاوخوا ۴۰۰ استازو په دې فورم کې ګډون درلودلی او پکې يې د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاحاتو او ښه کولو په اړه بحثونه پيل کړي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د فورم په پرانیستونکو مراسمو کې د نړیوالې حکومتولۍ نوښت د لا پلي کولو او د نړیوالې حکومتولۍ د لاعادلانه او مساوي سیسټم د جوړولو لپاره د چین ۸ عملي اقدامات اعلان کړي دي. په دې کې د ملګرو ملتونو په اصلاحاتو کې ژور ګډون ته دوام ورکول، د ملګرو ملتونو د حکومتولۍ ډلې له وړتيا څخه ګټه پورته کول، د نړیوالې حکومتولۍ د څېړنیز مرکز جوړول او « د بهرنۍ فضا د حکومتولۍ د پیاوړتیا په اړه د چین دریځ » او « د مصنوعي ځيرکتیا د ظرفیت لوړولو لپاره د جامع پلان په اړه د پرمختګ راپور» خپرول شامل دي.































